نړۍ

سرګي لاروف: لوېدیځ له اقتصادي وسايلو په کارولو پر نړۍ خپل نظم تحمیلوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وايي، په نړۍ کې پېښو د لوېدیځ اصلي څېره، چې غواړي پر نړۍ خپل نظم « تحميل  کړي په ډاګه کړې ده.»

د روسیې تأس خبري اژانس د ښاغلي لاروف په حواله ویلي: امریکا او متحدین به یې د خپل تسلط د ساتلو او د څو قطبي جوړښت د هدفي بهیر د سستولو څخه لاس وانخلي.

سرګي لاروف د برېکس د غونډې په څنډه کې وويل:« لويديځ له اقتصادي وسايلوڅخه د وسلې په توګه کار اخلي او د بنديزونو او مالي باج اخيستنې په فشار سره هڅه کوي د پرمختيايي موډلونو په ټاکلو او سوداګريزو شريکانو په وسيله پر خپلواکو هيوادونو اغېز وکړي.»

هغه زیاته کړه: «وروستیو نړیوالو پیښو د هغو کسانو له څېرو څخه پرده پورته کړې چې تر اوسه پورې ،په شفاهي توګه د نامتو نړیوالو ارزښتونو د تأمين لپاره د ځانګړي انحصاري حق  چې په اصطلاح د نړيوال نظم سبب ګرځي ادعا کوله.»

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني د برېکس د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ويلي چې امریکا په ډالرو باندې د هېوادونو په انحصاره د «وسلې» په توګه کار اخلي.

په همدې حال کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي، روسيې په ۲۰۲۴ کال کې د برېکس ډلې د مشر په توګه د لسو غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پيلولو لپاره ډېر لوى کار کړی او د دغې ډلې پراخېدل به د نړۍ په حاکميت کې مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه په یوه لیک کې غوښتي وو چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د چینايي سیال شي جینګ پینګ «ناپاک اتحاد» چې  په ټوله نړۍ کې د «آزادۍ کمزورتیا» کې مرسته کوي؛ ګډوډ کړي.

د کانګرس دغه چارواکي ویلي چې د روسیې او چین ترمنځ د “غیر محدود شراکت” په وړاندې مبارزه کې د بایډن د ادارې ناکامیو بیجینګ ته فرصت ورکړی چې د روسیې دفاعي او صنعتي اډې پیاوړي کړي.