نړۍ

د ایران د ولسمشريزو ټاکنو نوماندان مشخص شول

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو  د«مقابلو» څېرو نوملړ مشخص شوی دی.

د دغه نوملړ له مخې محمد باقر قالیباف، مصطفی پور محمدي، سعید جلیلي، علیرضا زاکاني، امیرحسین قاضي زاده هاشمي او مسعود پزشکیان د دې ټاکنو د نوماندانو په ډله کې دي.

محمود احمدي نژاد، علي لاریجاني، اسحاق جهانګیري، مهرداد بذرپاش، وحید حقانیان، محمد مهدي اسماعیلي په هغو کسانو کې دي چې په دې انتخاباتو کې یې ځانونه نوماند کړي وو، خو د نګهبان شورا به صلاحيت رد شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د ولسمشريزو ټاکنو څوارلسمه دوره د روان کال د چنګاښ په اتمه نېټه د ولسمشر ابراهیم رئیسي له مړينې وروسته ترسره کېږي.