نړۍ

پر غزې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ۲۸ تنه وژل شوي 

پرون (جمعه، د غبرګولي ١٨) د غزې تړانګې پر مرکز او سويل د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان ووژل شول.

رویټرز خبر ورکړی چې په عین حال کې د رفح ښار لویدیځ لوري ته هم د اسرائیلو ټانکونو پرمختګ کړی دی.

دغه خبری آژانس د غزې د روغتیایی چارواکو له قوله لیکلی دی چې د رفح ښار په لویدیځ کې د اسرائیلو د ټانکونو د ډزو په پايله کې دوه کسان وژل شوی او څو نور ټپيان شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ د غزې پر مرکز د اسرائیلو په هوایی بمبارۍ کې ۱۵ نور کسان هم ووژل شول.

بل خوا په خان یونس کې ډاکټرانو ویلي، چې د استوګنې پر یوه کور د اسرائیلي الوتکو په برید کې ۸ تنه وژل شوي او د ماشومانو په ګډون یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې سرچینو رویټرز ته ویلي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند په خبرو کې د پرمختګ نښې نه لیدل کېږي.

یوه ځايي اوسیدونکي دغه خبري آژانس ته ویلي دي: «زه فکر کوم چې اشغالګر ځواکونه هڅه کوي؛ څو د رفح ساحلي سیمې ته ورسېږي. د شپې بریدونه او چاودنې تکتیکي وې.

دا په داسې حال کې ده، چې  د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ د اسرائیلو او حماس تر منځ داوربند درې پړاویزه طرحه اعلان کړه او د جګړې له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې هغه وروستۍ کړي.