ښځې

البانیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د «سیسټماتیک تبعیض» په اړه اندېښنه څرګنده کړه

اوس د البانیا د بهرنیو چارو وزیر ایګلي حسیني ویلي چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د «سیسټماتیک تبعیض» له امله اندېښمن دی.

د البانیا د بهرنيو چارو وزیرې د افغانستان د پارلمان د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي په مشرۍ له یو شمېر افغان ښځو سره وکتل.

ښاغلي حسني دغه غونډه «الهام بخښونکې» وبلله او ډاډ یې ورکړ چې البانیا به د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان ښځو غږ “پیاوړی” کړي.

هغه وویل چې البانیا به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا او د ښځو د بهرنۍ پالیسۍ د شبکې په ګډون له ټولو نړیوالو سازمانونو څخه د افغان ښځو په ګټه کار واخلي.

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې د افغان ښځو غږ واوسو.»