نړۍ

بایډن: د امریکا وسلې به پر روسیې د برید لپاره ونه کارول شي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وايي، هغه امریکايي وسلې چې اوکراین ته ورکړل شوې دي، د روسیې پر خاوره به د برید لپاره ونه کارول شي.

جوبایډن له اې بي سي نیوز سره په خبرو کې چې پرون (پنجشنبه د غبرګولي ۱۷مه) خپره شوه، ویلي چې امریکايي وسلې یوازې له روسیې سره د اوکراین پر پوله د بریدونو لپاره کارول کېږي چې له هغه ځایه روسي ځواکونه توغندي توغوي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «موږ به اجازه ورنکړو چې دا وسلې د روسیې په خاوره کې د ٢٠٠ کیلومتره په واټن کې وکارول شي او موږ به اجازه ورنکړو چې دا وسلې پر مسکو او کرملین باندې د بريدونو لپاره وکارول شي.»

تر دې مخکې، بایډن د کيیف هغه غوښتنې رد کړې وې چې د روسیې پر خاوره د برید لپاره له امریکايي وسلو څخه کار اخلي.

په ورته مهال،  تېره اوونۍ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د روسیې پر خاوره د لوېدیځو وسلو پر کارولو د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې وه.

اوکراین هم پر خارکیف ښار د روسي پوځیانو له پراخ برید وروسته د امریکايي وسلو د کارولو په اړه د واشنګټن د تګلارې د بدلون غوښتنه وکړه.

خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روسیې پر خاوره د برید لپاره د لویدیځ د توغندیو د کارولو په اړه د اوکراین د ځینو متحدینو پرېکړې ته په اشارې  ويلي و، چې دا ډول ګام به د مسکو له پرېکنده ځواب سره مخامخ شي.