نړۍ

پوتین: اوکراین د امریکا لپاره «هیڅ اهمیت» نه لري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، اوکراین د امریکا لپاره «هیڅ اهمیت» نه لري او امریکا یوازې د دې «عظمت» په اړه فکر کوي.

د تأس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د روسیې ولسمشر ویلي، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو پورې به د روسیې په اړه د امریکا تګلاره بدله نه شي.

د دغه راپور پربنسټ،  هغه زیاته کړه چې امریکا به تر ۲۰۲۵ کال پورې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ملاتړ وکړي او بیا به د هغه پر ځای بل کس وټاکي.

پوتین همدا راز د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ محاکمه یو«سیاسي عمل» بللی دی.

د روسیې ولسمشر د اروپايي هېوادونو پر مشرانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی «د خپلو ګټو د دفاع لپاره پر ځان باور او جرئت نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراين پر وړاندې د روسيې د جګړې له پيلېدو وروسته دواړو هېوادونو ته سخت زيانونه اوښتي او په دې جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

خو امریکا او لویدیځو متحدینو یې ویلي چې له اوکراین سره به مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړي.