نړۍ

د حماس مشر په غزه کې د «جګړې پاى ته رسولو»غوښتنه وکړه

د حماس مشر اسماعیل هنیه پرون (چهارشنبه، جون ۵) ويلي چې دوی په غزه کې د جګړې دایمي پای او د «اوربند طرحې»د یوې برخې په توګه د اسراییلو وتل غواړي.

له بلې خوا، د رویټرز د راپور پر بنسټ، اسراییل ویلي دي چې د اوربند د خبرو اترو پرمهال به په  «جګړه کې ځنډ» رامنځته نه شي.

په همدې حال کې د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا ولسمشر جوبایډن په غزه کې د اوربند لپاره درې پړاویز طرحه اعلان کړه، چې اروپايي ټولنې او د جي ٧ هېوادونو ډلې یې هم ملاتړ وکړ.

د دغه طرحې پر بنسټ امریکا له حماس څخه غوښتي چې له قيد او شرط پرته دا طرحه ومني.

دغه خبري آژانس لیکلي، داسې ښکاري چې د حماس د مشر دغه څرګندونې د بایډن د درې اړخیزه طرحې په ځواب کې دي.

په همدې حال کې اسراییلو د غزې د تړانګې په مرکزي برخه خپل نوي بریدونه پیل کړي دي.

اسماعیل هنیه وویل: “غورځنګ او دمقاومت ډلې به هر هغه تړون پروړاندې چې د هراړخیزه یرغل د پای ته رسولو، د بندیانو دتبادلې او بشپړوتلو پر بنسټ وي، پرېکنده او مثبت چلند وکړي.

په عین حال کې د دغه راپور پر بنسټ، واشنګټن د اوربند هوکړې ته د رسیدو لپاره سخت فشار راوړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د استخباراتو د ادارې (سي آي اى) مشر ویلیم برنز هم پرون (چهارشنبه، د جون ۵) په دوحه کې د قطر او مصر د منځګړتوب له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل؛ څو د بایډن د اوربند وړاندیزشوې طرحې په اړه بحث وکړي.