نړۍ

بایډن: اسراییل هغه «تېروتنه» کوي چې امریکا د سپټمبریولسمې خونړي بریدونو وروسته کړې وه

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، اسرائیل همغه «تېروتنه» کوي چې امریکا د سپټمبر د یوولسمې له خونړي بریدونو وروسته کړې وه، چې «نه ختمېدونکې جګړې» يې رامنځته کړې.

له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي بایډن ويلي چې ښايي د اسرائیلو لومړی وزیر بينيامين نتنیاهو له سیاسي انګېزو سره په غزه کې د جګړې د دوام هڅه وکړي.

په دې مرکه کې، چې پرون (سه شنبه، د جون ۴) خپره شوه، بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې أیا نتانیاهو د سیاسي دلایلو له مخې جګړه اوږدوي، وویل: «ټول شته دلایلو خلک دې پایلې ته رسولي دي.»

د امریکا ولسمشر چې د دې اته میاشتنۍ جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کوي؛ خو هغه دا تورونه چې  اسراييل لوږه د جګړې د وسلې په توګه کاروي رد کړل او ويې ويل چې دا څرګنده نه ده چې د دغه هېواد پوځيان د غزې په تړانګه کې د جنګي جنايتونه مرتکب شوي وي.

په ورته وخت کې، جو بایډن ومنله چې اسراییل په غزه کې په داسې فعالیتونو کې ښکیل وو چې «نامناسب» وو.

دا خبرې په غزه کې د شخړو د درولو لپاره د بايډن د درې پړاوېزې طرحې له وړاندې کولو مخکې شوي. دغه طرحه د اسرائيلو  د ائتلافي حکومت او ځينو متحدينو لخوا پر نتنیاهو باندې دفشارونو د لا زياتېدړ سبب شوې ده.

د نتانیاهو د کابینې د ښي اړخو وزیرانو په شمول د اتمار بن ګویر او بزالل سموترېچ، په غزه کې د اوربند په وړاندیز نیوکه کړې او ګواښ یې کړی چې که دا هوکړه وروستۍ شي له ایتلافي حکومت څخه به استعفاء ورکړي.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه حماس پر سويلي اسرایل برید وکړ او شاوخوا يوزر۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل، په ځواب کې یې اسرائيلو د غزې پر تړانګه ځمکني بریدونه وکړل.

د يادونې وړ ده چې د اسراييلو او حماس تر منځ د مخکني لنډمهاله اوربند پر مهال له دغو يرغمل شويو څخه يوازې ١١٢ تنه خوشي شوي وو.

د رویټرز د راپور له مخې، د حماس له خوا د یرغمل شویو اتو کسانو امریکایی تابعیت درلود. د راپورونو پربنسټ په دغو کسانو کې درې تنه وژل شوي دي. خو د نورو پنځو کسانو د برخلیک په اړه لاهم معلومات نه دي ورکړل شوي.