د ډله ایزو امنیت تړون د سازمان سرمنشي ایمانګلي تاسماګمبتوف وايي چې افغانستان«په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ، ننګونو او له پولې بهر ګواښونو اصلي مرکز دى».
د روسیې د تأس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ډله ییزو امنیت تړون د سازمان سرمنشي ویلي دي چې افغانستان اوس مهال د دغه سازمان د پاملرنې په مرکز کې دی.
ښاغلي تاسماګمبتوف ټینګار وکړ چې دغه سازمان له افغانستان څخه د رامنځته شویو ننګونو څارنې او څېړنې ته دوام ورکوي.
هغه همداراز ويلي چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان او د دې سازمان د غړو په تصویب سره د «افغانستان سره د تاجکستان د پولو د پیاوړتیا» لپاره د هدفمند پروګرام مسوده چمتو شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې رستم علي امام د تاجکستان د پارلمان مشر او د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان زوی د ډلييز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې ویلي چې افغانستان د« ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی.»