افغانستان

طالبان: د ټرانسپورټ حق‌الزحمه په برېښنايي توګه اخیستل کېږي

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې له دې وروسته به د سړک‌لارو د ټرانسپورټ حق‌الزحمه په برېښنايي ډول راټولېږي.

د دغه وزارت په وینا، د نغدو پیسو اخیستل بند شوي، او دا بهیر یې په کابل کې د یوه منظم بانکي سیسټم له لارې پیل کړی دی.

وزارت په خپل راپور کې ویلي، چې تر دې مخکې دا پیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په نقدي توګه راټولېدې.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېر هېوادوال له دې شکایت کوي، چې د طالبانو اداره د مالیاتو او عوایدو د راټولولو څرنګوالي، او د هغو د لګښت څرنګوالی له خلکو سره نه شریکوي. د هغوی په وینا، طالبان د ګمرکونو او کانونو له عوایدو څخه د لګښت شفاف تفصیل نه وړاندې کوي.