افغانستان

د ډلييز امنیت تړون عمومي منشي: افغانستان په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ او امنیتي ننګونو اصلي سرچینه ده

د ډله ایزو امنیت تړون د سازمان سرمنشي ایمانګلي تاسماګمبتوف وايي چې افغانستان«په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ، ننګونو او له پولې بهر ګواښونو اصلي مرکز دى».

د روسیې د تأس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ډله ییزو امنیت تړون د سازمان سرمنشي ویلي دي چې افغانستان اوس مهال د دغه سازمان د پاملرنې په مرکز کې دی.

ښاغلي تاسماګمبتوف ټینګار وکړ چې دغه سازمان له افغانستان څخه د رامنځته شویو ننګونو څارنې او څېړنې ته دوام ورکوي.

هغه همداراز ويلي چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان او د دې سازمان د غړو په تصویب سره د «افغانستان سره د تاجکستان د پولو د پیاوړتیا» لپاره د هدفمند پروګرام مسوده چمتو شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې رستم علي امام د تاجکستان د پارلمان مشر او د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان زوی د ډلييز امنیت تړون سازمان  د غړو هېوادونو په غونډه کې ویلي چې افغانستان د« ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی.»