سوداګري

کام اېر له خوست څخه دوبۍ ته خپلې الوتنې پیل کړې

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د کام اېر هوايي شرکت نن (يکشنبه، غبرګولي ١٣) د خوست له هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته خپلې الوتنې پيل کړې.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس خبر ورکړى چې دغه شرکت به په اوونۍ کې له خوست څخه دوبۍ او له دوبۍ څخه خوست ته دوه الوتنې کوي.

تر دې وړاندې د اریانا افغان هوايي شرکت د تېر کال د دلو په میاشت کې د خوست له هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو د «العین» هوايي ډګر ته الوتنې پیل کړې وې.

کام اېر له درې کلن ځنډ وروسته تازه له کابل څخه ترکیې ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.