نړۍ

احمدي نژاد د ایران جمهوري رياست نوماندۍ لپاره نومليکنه وکړه

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ایران د جمهوري  ياست لپاره د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه.

ایراني رسنیو خبر ورکړی دی چې نوموړي د دغه هیواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نوماند په توګه ځان په «داوطلب» توګه ثبت کړی دی.

دا په ایران کې د جمهوري رياست ټاکنو څوارلسمه دوره ده.

د دغو راپورنو پربنسټ، ښاغلي احمدي نژاد په یوه خبري کنفرانس کې له نوم لیکنې وروسته ويلي چې د «بېوزلۍ له منځه وړل» او له نړۍ سره دسوله ییز ژوند او رغنده تعامل به د هغه د ولسمشرۍ په پلانونو کې وي.

هغه د ایران د ولسمشرۍ لپاره د نوماند په توګه له نوملیکنې مخکې په ټیلیګرام پیغام کې وویل:«سره له دې چې زه پوهېږم چې کوم مسایل راروان دي او کومو حالاتو او شرايطوپه ته انتظار دی؛ ما وویل چې زه مجبور یم او نن به د کورنیو چارو وزارت ته حاضر شم.»

احمدي نژاد نن (یکشنبه د غبرګولي ۱۳مه) د ایران د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره د نوم لیکنې ځای ته په داسې حال کې ننوت چې پلویانو یې د تهران په فاطمي څلورلارې کې د ایران بیرغونو په لاس کې نيولو سره د هغه هرکلى وکړ.

هغه له دې مخکې ویلي وو چې د ایران د ولسمشرۍ لپاره د احتمالي نوماندۍ لپاره شرایط څېړي.