نړۍ

په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د اوربند وړانديز ته د اسرائيلو شين څراغ

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بهرنۍ پاليسۍ سلاکار وايي اسراییل د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا چمتو شوې طرحه منلې ده.

د نتانیاهو د بهرنۍ پاليسۍ لوړپوړي سلاکار اوفیر فالک له «سنډى ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې په غزه کې د اوربند طرحه نیمګړې بللې او ویلي یې دي چې دغه طرحه لا ډېر کار ته اړتیا لري.

د نتانیاهو سلاکار وویل: «د بایډن وړاندیز یوه توافق و چې موږ ورسره هوکړه وکړه – دا ښه توافق نه دى، خو موږ په کلکه غواړو چې یرغمل شوي ټول خوشې شي.»

دغه اسرائیلي چارواکي ویلي چې د حماس د له منځه وړلو او د اسرائیلي یرغمل شویو بنديانو د خوشي کولو لپاره د اسرائیلو شرایط نه دي بدل شوي.

اوفیر فالک وايي: «ډېر جزئيات شته چې بايد کار پرې وشي؛ د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو او د یوې ترهګرې ډلې په توګه د حماس له منځه وړلو په ګډون- نسل وژنې بدلون نه دی کړى.»

د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند لپاره د بایډن پلان درې پړاوونه  لري.

په لومړي پړاو کې اوربند او د حماس په بند کې د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول او ورپسې د دواړو غاړو اسرائيلو او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې شاملې دي.

په ټولیز ډول، په دې پلان کې بشپړ اوربند، د غزې له ګڼ نفوسو سیمو څخه د اسرائیلي پوځیانو وتل، د ځینو بندیانو خوشې کول او د ځینو بندیانو د جسدونو سپارل، په غزه کې خپلو کورونو ته د فلسطیني ملکي وګړو راستنېدل او بشري مرستو زياتول شامل دي.