نړۍ

«اسراییل ژر تر ژره په غزه کې له جګړې وروسته طرحې ته اړتیا لري»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې اسراییل ژر تر ژره په غزه کې د جګړې وروسته پلان ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې تر دې مخکې یوه جګپوړي اسراییلي چارواکي ویلي و، چې د روان کال تر پایه به په غزه کې جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د اعلاميې پر بنسټ، ښاغلي بلینکن پرون (چهارشنبه، د می ۲۹) مولداوي ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: « د بلې ورځې له پلان پرته به بله ورځ نه وي. دا هغه څه دي چې موږ باید ژر تر ژره ورته پام وکړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، دا ډول طرحه دا یقیني کوي چې اسراییل به په اوږدمهاله توګه د غزې پر امنیت کنټرول ونه لري.

نوموړي په غزه کې له جګړې وروسته پر پلان باندې په ټينګار سره وويل: « که داسې ونه شي، حماس به د چارو په رأس کې پاتې شي، چې د منلو وړ نه ده. که داسې ونه شي، موږ به د ګډوډۍ، بې قانونۍ او داسې تشو شاهدان واوسو، چې په تدریجي ډول به د حماس او یا هم د جهادیانو (سیمه ایز جهادي ډلو) لخوا ډکې شي.»

له بلې خوا د اسراييلو د ملي امنيت سلاکار زاکي هانګبي ويلي، چې د هېواد پوځي ځواکونه يې اووه  مياشتې نور وخت ته اړتيا لري؛ څو حماس په وړاندې د خپل بریالیتوب پیاوړی کړي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې نیټې د بریدونو په اړه د اسرائیلو له غبرګون څخه د ملاتړ ترڅنګ، له دغه هېواده غوښتي دي؛ څو د فلسطیني ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره لا ډیر هڅه وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په رفح ښار کې د کډوالو پر کمپ د اسرائیلي ځواکونو وروستی برید «وحشتناک» بللی او په دې اړه یې د چټکې او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا دغې ډلې شاوخوا يوزر۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور يې یرغمل کړل.

خو د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، پر غزې د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو له پیل راهیسې، تر اوسه د غزې په تړانګه او ډېرو سیمو کې څه باندې ۳۶ زره کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي او غزه ویجاړه شوې ده.