ښځې

فعالان: طالبان د ښځو حقونه او ازادي نشي زغملای

Women activists in an indoor protest. File photo.

د ښځو د فرياد غورځنګ(فریاد زنان) په نوم د ښځو اعتراضیه حرکت چې په دې وروستیو کې یې خپل شتون اعلان کړ، د ښځو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکه وکړه او په یوه اعلامیه کې یې وویل چې ښځې د انسان په توګه د بشري حقونو او آزادیو سره د طالبانو په فکر کې د زغم او منلو وړ نه دي.

دغه غورځنګ وايي چېطالبانو  په افغانستان کې د واک ته د رسېدو له لومړۍ دقیقې راهیسې «جنسيتي تبعیض او د ښځو ځپنه» د خپلو کارونو د اجنډا د مهمې برخې په توګه پخپل پلان کې  شامل کړي او په سیستماتیک ډول یې ښځې له ټولو سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو ایستلي دي.

د ښځو د فرياد غورځنګ په اعلامیه کې د خلکو؛ په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو په ملاتړ او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې پر بهیر ټینګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال پر افغان ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.

تراوسه هم  په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې ښوونځيو، پوهنتونونو ته له تګ، کار او نورو ټولنيزو، سياسي او فرهنګي فعاليتونو څخه بې برخې دي.