د ۱۴۰۲ د غبرګولي اته ویشتم د ۱۰ بجو خبرونه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ښځو برخې مسووله د دوحې په هوکړهلیک کې د هغه څه په تړاو چې د ښځو حقونو ته یې بېپامي بولي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ښځو برخې مسووله د دوحې په هوکړهلیک کې د هغه څه په تړاو چې د ښځو حقونو ته یې بېپامي بولي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې استرالیايي چارواکي غواړي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو جنایتونه کم اهمیته وښیي.
د افغانستان پر بیارغونې د چین ټینګار، د ډبرو سکرو صادرات، د بدخشان د برید د ټپیانو د درملنې لپاره د ایران چمتووالی او د طالبانو له خوا د هرات – خواف رېل لارې د وسایلو پېرل.
شونکړۍ دیورند کرښې ته څېرمه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ سرحدي سیمه ده چې ډېر ځله پرې د پاکستاني پوځیانو له خوا راکټي بریدونه هم شوي دي.
هرات کې د جامو او د سینګار توکو په یوه بازار کې د اورلګېدنې له امله، هټیوالو میلیونونه افغانۍ زیان ولید.
د دغه پله ستنې ماتې شوې چې له دې امله موټر پرې تګ راتګ نشي کولای چې د دواړو لوریو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د بدخشان اوسېدونکي وايي، چې د ښوونځیو په نشتون کې دوی اړ دي نجونې مدرسو ته ولېږي او د مدرسو د جوړولو پیسې هم د سیمې اوسېدونکي ټولوي.
د اوسلو غونډې دویمه او وروستۍ ورځ په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د کړنو څېړلو په چورلیز متمرکزه وه، دا غونډه د تړلو دروازو تر شا او د خبریالانو له ليد لیرې ترسره شوه.
شولت دره د نور ګل ولسوالۍ لیرې پرته سیمه ده او تر ډېره د چارواکو او رسنیو له لید څخه لیرې پاتې شوې.
د اوسلو غونډې دویمه او وروستۍ ورځ په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د کړنو څېړلو په چورلیز متمرکزه وه، دا غونډه د تړلو دروازو تر شا او د خبریالانو له ليد لیرې ترسره شوه.