سوداګري

څلور لنډ اقتصادي خبرونه

د افغانستان پر بیارغونې د چین ټینګار، د ډبرو سکرو صادرات، د بدخشان د برید د ټپیانو د درملنې لپاره د ایران چمتووالی او د طالبانو له خوا د هرات – خواف رېل لارې د وسایلو پېرل.

د افغانستان پر سوله‌ییزې بیارغونې د چین ټینګار

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز خبري آژانس ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بیجینګ د افغانستان له سوله ییزې بیارغونې ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې د افغانستان له يو ځای کېدو هرکلی کوي.

تر دې مخکې د افغانستان مرکزي بانک رئیس د چین له سفیر سره په ليدنه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګریزو او بانکي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.

د ډبرو سکرو صادرات د طالبانو د عاید اصلي سرچینه

A mine worker in Baghlan, northern Afghanistan. July 2022.

د امریکا ځانګړي څارونکي راپور ورکړی چې طالبان د خپلو عوایدو لویه برخه د ډبرو سکرو له پلور څخه ترلاسه کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو د مالیې وزارت په تېرو لسو میاشتو کې د ګمرکونو له لارې د ډبرو سکرو له صادرولو ۱۳۶ ميليونه ډالر ترلاسه کړي او یوازې د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ مياشتې ترمنځ يې ۲,۷ میلیونه ټنه سکاره یې صادر کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو چې د افغانستان د ډبرو سکرو اصلي بازار پاکستان دی.

د بدخشان برید د ټبیانو د درملنې لپاره د ایران چمتووالی

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د طالبانو د اقتصاد له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د کابل او تهران ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ایران سفارت په خپل ټویټر لیکلي، تهران ژمن دی چې د بدخشان د وروستي خونړي برید له قربانیانو سره مرسته وکړي او ټپیان يې ایران ته انتقال کړي.

ایران له طالبانو سره د هلمند د هلمند د حقابې پر سر اختلاف لري او څه موده وړاندې د ایران ولسمشر کابل ته خبرداری وو چې د ایران د اوبو حق دې ورکړي.

د طالبانو له خوا د هرات – خواف رېل لارې د وسایلو پېرل

د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د ساتنې لپاره د درزين په نوم يو ماشين د هرات ولايت روزنک تمځای ته ولېږدول شو.

د طالبانو د وسپنې پټلۍ اداره وايي چې له دې ماشين سره به د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ درېیمې برخې په سمه توګه ساتنه او پالنه وشي او دوه تخنیکي کارکوونکي يې چې په ایران کې روزل شوي، هېواد ته به راشي.

دغه رياست په خپل ټويټر ليکلي چې پر دې سربېره يو شمېر وسايل او تجهيزات هرات ته  د خواف- هرات د اورګاډي له لارې د مالونو د لېږد لړۍ د بيا پيلولو لپاره لېږدول شوي دي.

د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ افغانستان له ایران، ترکیې او اروپا سره نښلوي او د توکو د لېږد رالېږد لګښت به ورسره کم شي.