افغانستان

په بدخشان کې د نجونو لپاره د مدرسو جوړول

په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي، خو له بدخشانه خبر رارسېږي چې د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د نجونو لپاره یوه مدرسه جوړه شوې ده.

د بدخشان اوسېدونکي ووايي، چې د ښوونځیو په نشتون کې دوی اړ دي نجونې مدرسو ته ولېږي او د مدرسو د جوړولو پیسې هم د سیمې اوسېدونکي ټولوي.

د کوهستان اوسېدونکې پروین وایي: «د ښوونځي له تړل کېدو وروسته زم ټولګيوال مدرسې ته ځي او قران کریم او اسلامي مسایل زده کوي، خو زه له خپل نیکه قران کریم زده کوم او مدرسې ته نه ځم.»

کوهستان د بدخشان درېیمه ولسوالي ده چې دوه کاله مخکې هم د دغو خلکو د شخصي لګښت د نارینه‌وو لپاره یوه مدرسته جوړه شوې وه، چې ۵۰۰ تنه پکې پر دیني زده‌کړو بوخت وو.

د ښوونځیو ځینې ښوونکي وايي، چې په مدرسو کې د افراط‌‌پالنې درس ورکول کېږي، د بدخشان په یوه خصوصي مدرسه کې یو ښوونکی کریم‌الله وايي: «زموږ د زده‌کوونکو شمېر زیات شوی. که مخکې د نجونو زده‌کوونکو شمېر ۱۳ تنه و اوس څو برابره شوی او شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي چې عمرونه یې له ۸ کلونو پورته او له ۲۵ کلونو ټیټ دي.»

په همدې حال کې د بدخشان لپاره د طالبانو د حج او اوقافو ریاست مسوولین وايي، چې د بدخشان ولایت په مرکز کې ۴۶ مدرستې فعالیت لري او نږدې ۷۰۰ نجونې او تر ۷۰۰ زیات هلکان په دې مدرسو کې دیني زده‌کړې کوي.