افغانستان

د کونړ د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي: مخابراتي شبکو ته لاسرسی نه لرو

په کونړ کې دیورند کرښې ته څېرمه ځايي اوسېدونکي اوس هم د مخابراتي خدماتو له نشتوالي شکایت لري.

شونکړۍ دیورند کرښې ته څېرمه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ سرحدي سیمه ده چې ډېر ځله پرې د پاکستاني پوځیانو له خوا راکټي بریدونه هم شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې هېڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري او دوی اوس هم د تېرو وختونو په شان په فزیکي ډول او لیکونو له لارې د یو بل احوال اخلي  او پيغام رسوي.

د سېمي اوسېدونکی غلام محمد وايي: «زموږ سېمه چې تر اته زره کورنۍ پکې ژوند کوي له شلو کلونو راهیسې مخابراتي شبکو ته لاسرسی نلرو، کله چې په شونکړۍ دره کې د کوم چا کار پیدا کېږي یا د غم یا ښادۍ مسله وي نو د نورو سېمو خلکو د خبرولو لپاره کسان لېږو.»

دوی زیاتوي، د مخابراتي شبکو فعالیت د نشتوالي له امله د هغو کورنیو غړي چې د افغانستان پر ولایتونو سربېره په نورو هېوادونو کې دي په کلونو د یو بل له احواله خبر نه لري.

دوی زیاتوي، په ځلونو یې په دې برخه کې خپل غږ تر مسوولینو رسوولی؛ خو په وینا یې په دې سیمه کې میشتو کابو اته زره وګړو غږ څوک نه اوري.

طالب مسوولین هم په دغه سیمه کې د خلکو ستونزې مني او هواري لپاره یې د هڅو ډاډ ورکوي.

اخوا، د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني وايي: «سږکال کې پلان لرو چې په ټول افغانستان کې د مخابراتو ۴۵۰ نوي سایټونه ولګوو چې له هغې جملي کونړ کې څه د پاسه شل سایټونه جوړېږي او ددې ولایت د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي مخابراتي شبکو ته لاسرسي پیدا کړي.» کونړ چې د هېواد په ختیځ کې غرنی ولایت دی ډېری اوسېدونکي یې ټلیفون او انټرنټ ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ستونزو ته پام وکړي.