بشري حقوق ښځې

ملاله یوسفزۍ: له طالبانو سره د اروپا مذاکرات د ښځو له سیستماتیک ځپلو سترګې پټول دي

د ښځو او نجونو د حقونو فعاله او او نوبل جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ

د نوبل جایزې ګټونکې خبرداری ورکړی چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي بلنه، هغوی ته ډیپلوماټیک مشروعیت ورکوي او دا پیغام رسوي چې یو رژیم د ښځو تر ځپلو وروسته هم د نړیوال شریک په توګه منل کېدای شي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو فعالې، ملالې یوسفزۍ اروپا ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر په غبرګون کې ویلي، چې اروپایي ټولنه باید له داسې یو رژیم سره تعامل ونه‌کړي چې په نړۍ کې د بشري حقونو د تر ټولو ناوړه بحران مسؤل دی.

ملالې یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په‌خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې د اروپا دا ډول خبرې اترې د طالبانو ادارې ته د ډیپلوماټیک منښت او مشروعیت په مانا دي، په داسې حال کې چې هغوی په هدفمند ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او په افغانستان کې یې د «جنسیتي اپارتاید» پر بنسټ یو نظام رامنځته کړی دی.

نوموړې خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو بروکسل ته د طالب چارواکو بلل یو «خطرناک پیغام» لېږدوي او زیاتوي: «دا ګام داسې یو پیغام لري چې یو رژیم کولای شي په سیستماتیک ډول افغان ښځې او نجونې وځپي او په ورته وخت کې د یوه ډیپلوماټیک شریک په توګه ورته هرکلی وویل شي.»

دغې فعالې د بیلګې په توګه په هرات کې د حجاب او جامو په پلمه د لسګونو ښځو نیول کېدو او د اعتراض کونکو په وړاندې تاوتریخوالي ته اشاره کړې او دا یې په افغانستان کې د ځپلو د لړۍ د توندېدو نښه بللې ده.

بل لور ته، بروکسل ته د طالبانو د استازو بللو د مدني فعالانو، افغان ښځو، او پخپله په اروپا کې د ګڼو سیاسي ګوندونو او چارواکو توندې نیوکې راپارولې دي او هغوی دا کار د اروپایي ټولنې د بشري حقونو له ارزښتونو څخه شاتګ بولي.

خو د راپورونو له مخې، اروپایي ټولنه د دغو کډوالو د بېرته اېستلو د هوکړې لپاره پر خپلې پرېکړې ولاړه ده او تر اوسه یې په خپله دغه پروګرام کې تغیر ندی راوړی.