افغانستان

د اوسلو په ناسته کې د طالبانو د استازو پر ګډون نیوکې؛ خبریالانو ته هم اجازه ورنه کړل شوه

عکس له رویټرز څخه

د اوسلو غونډې دویمه او وروستۍ ورځ په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د کړنو څېړلو په چورلیز متمرکزه وه، دا غونډه د تړلو دروازو تر شا او د خبریالانو له ليد لیرې ترسره شوه.

طالبانو آمو ټلویزیون ته تایید کړې، چې په دې ناسته کې د دوی په استازیتوب د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د کورنیو چارو وزارت په استازیتوب شمس الدین منصور او د دفاع وزارت په استازیتوب روح الله عمر ګډون کړی و.

د ناروې لومړی وزیر يوناس ګارسټوره وايي: «زه فکر کوم هغه څه چې موږ په تېرو کلونو کې درک کړي او پانګونه مو پرې کړې د منځګړیتوب لپاره مهارتونو ته ریښتینې اړتیا ده. ځینې وختونه دا په دې معنی ده چې په سم وخت کې له سمو خلکو سره په سم ځای کې اوسو او موږ بايد په سوله پانګونه وکړو.»

ویل شوي، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د استازو تر څنګ د یو شمېر هېوادونو استازو هم ګډون درلود او د کاون کاکړ، امین کریم، جعفر مهدوي او قرمانه کاکړ په ګډون یو شمېر افغان سیاسي څېرې هم د دې غونډې له ګډونوالو څخه دي.

د دې غونډې یو تن ګډونوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي آمو تلویزیون ته وايي، په دې غونډه کې ټول مسایل د ګډونوالو له خوا د وړاندیزونو په توګه مطرح شوي او يو پرېکړه کوونکې غونډه نه وه.

د نړیوالو اړیکو کارپوه حامد صبوري وايي: «زه فکر نه کوم چې له لويو سیاسي مسایلو پرته لکه د افغانستان د راتلونکي سیاسي مسایل، امنیتي، اقتصادي او پرمختیايي مسایل د دې بحث د اجنډا برخه وې او امکان لري چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه په سطحي ډول بحث وشي، مګر د کوم اړخ لپاره کوم مکلفیت شتون نه لري.»

خو په دې دوو ورځو کې د اوسلو غونډه چې په کې د افغان ښځو او د طالبانو سیاسي مخالفانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې، له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
لاریون کوونکو ښځو پرون د دغو عکسونو په خپرولو سره په دې غونډه کې د طالبانو د استازو پر ګډون سخته نيوکه وکړه.

د بشري حقونو فعاله مینا رفیق هم د سه شنبې په ورځ د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته ولاړه وه او د دې غونډې د ترسره کېدو پر ضد یې احتجاج وکړ.

د اعتراض کوونکو ښځو غورځنګ غړې زرمینه پریاني وايي: «د اوسلو غونډه د افغانستان د مظلومو او وږو خلکو له ژوند سره هېڅ تړاو نه لري. دا غونډې یوازې د طالبانو د ترهګرې ډلې د سپینولو لپاره دي. تېر کال د جنورۍ په مياشت کې چې د طالبانو په زندان کې وو، د طالبانو دسترخوان مې وليد، چې هېڅ څه نه يې لرل. هغوی آن چیغې وهلې چې موږ وږي یو، او رښتیا هم همداسې وه، خو له دې غونډې وروسته، کله چې دوه میاشتې وروسته بیا زنداني شوم، هر څه بدل شوي وو او ښکارېده چې دوی ته څومره پیسې رسېدلې دي.»

دا د اوسلو دویمه غونډه ده چې د طالبانو استازي په کې ګډون ي، تېر کال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ په لوړه کچه په دې غونډه کې د طالبانو استازو برخه اخیستې وه چې د بشري حقونو او افغان مدني ټولنې فعالانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

د دې غونډې یو شمېر ګډونوال وايي، چې د تېر کال غونډې غبرګونونو ته په پام سره دا ځل ناروې ظاهراً د اعتراضونو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو له بلنې ډډه کړې ده.