افغانستان

د کونړد سرکاڼو او نرنګ ولسوالیو ترمنځ پله د ماتېدو له امله د خلکو ستونزې

د دغه پله ستنې ماتې شوې چې له دې امله موټر پرې تګ راتګ نشي کولای چې د دواړو لوریو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د پشد سيمې اوسېدونکی احسان الله وايي: «زما په اسداباد ښار کې دوکان دی او ما به پردغه پل تګ راتګ کاوه، خو اوس چې دغه پل خراب شوی نو ما ته لاره نوره هم اوږده شوه او د ورځې تر ۲۵۰ افغانیو به کرایه ورکوم نو هیله کوم چې دا ژر جوړ شي.»
که څه هم دغه پُل د جمهوریت پرمهال جوړ شوی؛ خو له هماغه پيله یې پر کیفیت نیوکې کېدې.

ځایي اوسېدونکي وایي، د کونړ د ټولګټو پروژو په فساد کې پخوانیو، والیانو، د پارلمان او ولایتي شورا غړو لاس درلود او کمزورې پروژې یې عملي کولې.

د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد خالد وايي: «دا پروژه چې هر قراردادي عملي کړې کار يي سم نه دی کړی ولس ته يې خدمت نه دی کړی یوازې د خپل جیب لپاره يي پوره کار کړی اوس موجوده حکومت باید له دغه کس سره قانوني چلند وکړي.»

زده کوونکي وايي چې د پله د خرابېدو له امله دوی پر وخت ښوونځي ته نه شي رسېدای.

د دې سیمې یو زده کوونکی جاوید وایي: «زه ډېر خفه یم ځکه چې زموږ څخه به د پل د خرابوالي له امله ښونځی پاتې شي زما په ګډون به ډېر زده کوونکي له زده کړو پاتي شي زما غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دا پل ورغول شي.»

اخوا په کونړ کې طالب مسوولین وايي هڅه کوي دا پُل بېرته په معیاري ډول ورغوي.

کونړ ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند نجیب الله حنیف بیا وايي: «موږ د خلکو ستونزې درک کوو او پوهېږو چې ددغه پل د خرابوالي له امله خلک له ستونزو سره مخ دي ډېر ژر یې د لازیات خرابوالي مخه ونیسو او وبه یې رغوو.»

د کونړ ولایت اوسېدونکي همداراز وایي، له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ زیړي بابا پُل هم نړېدلی چې د سیمې خلک یې له امله له ستونزو سره مخ دي.

د کونړ سیند چې اوبه یې تر ډېره پاکستان ته ځي خلک یې په دوو برخو وېشلي او په ډېری سیمو کې پُلونه دوی ته ډېر ارزښت لري.