د ارجنټاین د ملي لوبډلې کپتان او ستوري لیونل مسي د الجزایر پر وړاندې د خپلې لوبډلې په ۳-۰ بریا کې په ځلېدو سره، یو ځل بیا د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې خپل نوم په زرینو کرښو ولیکه.
۳۸ کلن مسي د سې شنبې په ماښام د الجزایر پر وړاندې په اصلي ترکیب کې لوبېدو سره د خپل هېواد لپاره ۲۰۰مه لوبه ترسره کړه او د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې په شپږو نړیوالو جامونو کې میدان ته ښکته کېږي.
د پرتګال ستوری کرېسټیانو رونالدو کولای شي د چهارشنبې په ورځ او د مکسیکو تجربه لرونکی ګولکېپر ګیرمو اوچوا په راتلونکو لوبو کې د ګډون په صورت کې له مسي سره پهدې تاریخي ریکاډ کې شریک شي.
مسي د لوبې په ۱۷مه دقیقه کې خپل لومړی ګول وواهه او په نړیوالو جامونو کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۴ ته ورساوه؛ دا هغه ریکاډ و چې څو ساعته وړاندې ورته د فرانسې کیلیان ایمباپې د سینیګال پر وړاندې په ۳-۱ بریا کې ځان رسولی و.
که څه هم د لوبې په لومړیو کې د مسي یو ګول د افسیډ له امله د داور لخوا رد شو، خو هغه په دوام کې د الجزایر د ګولکېپر لوکا زیډان له لوري د راګرځول شوې توپ څخه په ګټې اخیستنې خپل دویم او په نړیوالو جامونو کې خپل ۱۵م ګول وواهه.
د پام وړ ده چې د مسي د لومړي نړیوال جام څخه پوره ۲۰ کاله تېرېږي؛ کله چې هغه په ۲۰۰۶ کال کې د ۱۸ کلونو په عمر د سربیا او مونټینیګرو پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه کړې وه.
مسي د لوبې په اوږدو کې خپل هټریک بشپړ کړ او په نړیوالو جامونو کې یې د ګولونو شمېر ۱۶ ته ورساوه چې پهدې سره د جرمني د میروسلاو کلوزې د تاریخي ریکاډ ترڅنګ ودرېد. دا ګولونه د ارجنټاین په ملي کچه د مسي ۱۲۰م ګولونه وو.
د ارجنټاین کپتان د لوبې په وروستیو کې خپل ځای نیکو پاز ته پرېښود او پهداسې حال کې له میدانه ووت چې د کانزاس سیټي په لوبغالي کې نږدې ۷۰ زره نندارچیانو ورته په پاڅېدو سره چکچکې وکړې.
مسي چې په راتلونکې اونۍ کې ۳۹ کلن کېږي، پخوا په نړیوال جام کې د ارجنټاین تر ټولو ځوان ګول وهونکی و او اوس د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو زوړ لوبغاړی شو چې هټریک کوي؛ دا ریکاډ له دې وړاندې له کرېسټیانو رونالدو سره و.
هغه د فوټبال په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په پنځو پرلهپسې نړیوالو جامونو کې په ګول وهلو بریالی کېږي.
ارجنټاین چې د تېر نړیوال جام اتل دی، د راتلونکې دوشنبې په ورځ به په ډالاس کې د اتریش پر وړاندې میدان ته ووځي او بیا د جون په ۲۷مه له اردن سره لوبه کوي.
که مسي وکولای شي د ارجنټاین د اتلولۍ دفاع وکړي، د خپل هېواد په تاریخ کې به لومړی کپتان شي چې دا وياړ ګټي؛ هغه بریا چې ان ډیاګو مارادونا هم ورته نهو رسېدلی.
