افغانستان

د روغتیايي خدماتو له نشتوالي د کونړ د نورګل ولسوالۍ د اوسېدونکي شکایت

شولت دره د نور ګل ولسوالۍ لیرې پرته سیمه ده او تر ډېره د چارواکو او رسنیو له لید څخه لیرې پاتې شوې.

د شمېرو له مخې، په دغه غرنۍ سیمه کې کابو څلور زره کسان اوسېږي خو د نورو برخو ترڅنګ رغنیزې پروژې هم نه دي پکې پلې شوې.

د دې سیمې اوسېدونکي د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د روغتیايي امکاناتو له نشتوالي سرټکوي.

د سېمي یو اوسېدونکی ایاز خان وايي: «زموږ په دره کې ګڼ شمېر کورنۍ اوسېږي چې له فقر او بې وزلۍ سره مخ دي دلته خلک روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نلری او کله چې ناروغ پیدا شي د ولسوالۍ روغتیايي مرکز او یا يي ولایتي روغتون ته لېږدوي چې ډېر وختونه پر لاره ژوند له لاسه ورکوي.»

په دې سیمه کې د وروسته پاتې والي نښې د وګړو په څېرو کې له ورایه ښکاري.
ځايي اوسېدونکي وايي د روغتیايي مرکز د نشتوالي له امله خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکز او یا مرکز اسدآباد ته لېږدوي.

دوی زیاتوي په دې سیمه کې د روغتیايي امکاناتو د نشتوالي له امله له کورنیو او بوټو جوړو شویو درملو کار اخلي.

د سیمې بل اوسېدونکی انعام الله وایي: «دا چې شولت دره لیرې پرته غرنۍ سېمه ده خلک يي له روغتیايي خدماتو بې برخې دي د ناروغ د درملنې لپاره تر ډېره له کورنیو درملو ګټه اخلو چې کله ګټه وکړي او کله نه، موږ له طالبانو او مرستندویه بنسټونو غواړو چې دې ستونزې ته پام وکړي.»

اخوا، په کونړ کې د طالبانو د روغتیا مسوولین دا ستونزې مني او د هواري لپاره یې د هڅو ډاډ ورکوی.

کونړ کې د طالبانو د عامي روغتیا رییس مظفر مخلص وايي: «موږ له یو شمېر موسسو سره خبرې کړې او ډېر ژر به په دغه سیمه کې روغتیايي مرکز جوړ شي، موږ ګرځنده ټیمونه هم لرو چې سیمې ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.»

د سیمې اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د دوی ستونزو ته پام وکړي.
د نورګل شولت دره د مرکز اسدآباد په ۱۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده او اوسېدونکي یې په پشه‌يي ژبه خبرې کوې.