افغانستان

په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله شپږ تنه مړه شول

د طبیعي پېښو په وړاندې د طالبانو د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې په وروستیو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله شپږ تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د غبرګولي درویشتم د ۱۰ بجو خبرونه

په تېرو دوو ورځو کې په هرات کې د جنسي تېري دوه پېښې شوې دي. د دغو پیښو قرباني دوه تنکۍ نجونې دي

افغانستان

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د هندوانو او سیکانو لرغونی بازار

دغه تاریخي بازار چې د دغه ولایت د هندوانو او سیکانو له خوا جوړ شوی و په اصل کې د ننګرهار د ټولو اوسېدونکو د یووالي د بېلګې په توګه ګڼل کېږي.

نړۍ

پلور ته د یوې لرغونې لرګینې مجسمې اېښودل

دغه مجسمه په ۱۹۳۲ زېږدیز کال کې پر دغې فرانسوۍ کورنۍ پلورل شوې وه او په هغه وخت کې روغه وه. خو د کلونو په لړ کې یې د ښي لاس ګوتې له منځه تللې دي.

افغانستان

د کابل – جلال آباد پرلاره یو ځل بیا ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي

د کابل – جلال آباد پر لویه لار چې هره ورځ زرګونه کسان پرې تګ راتګ کوي په وروستیو اونیو کې ترافیکي پېښې پکې زیاتې شوې دي.

افغانستان

د لوګر اوسېدونکی چې کندهار کې د واټ ترڅنګ کار کوي

د لوګر يو اوسېدونکی چې د کار په لټه کې ګڼو ولایتونو ته تللی اوس په کندهار کې د خلکو بوټان ګنډي.

افغانستان

د کونړ کروندګر: د پيازو حاصلات زیات خو مناسب بازار نه لري

په کونړ ولایت کې ګروندګر وايي چې سږکال په دې ولایت کې د پيازو حاصلات ښه دي خو د بازار او سړو خونو د نشتوالي له امله یې په ټیټه بیه پلوري.

ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د غبرګولي یوویشتم د ۱۰ بجو خبرونه

طالبانو نن یکشنبې د غبرګولي په ۲۱مه په یوه اعلامیه کې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا راپور رد کړ.

ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د غبرګولي شلم د ۱۰ بجو خبرونه

د اعتراض کوونکو ښځو غورځنګ او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم د اګسټ د پنځلسمې نیټې په رانژدې کېدو سره په يو کمپاين کې له نړۍ غواړي چې د افغان ښځو حقونه دې له پامه

ورزش

توره بوړه، د بن لادن له پټنځایه د والیبال سیالیو تر کوربتوبه

د پچیر آګام ولسوالۍ د تورې بوړې غرونه چې یو وخت د القاعدې د مشر اسامه بن لادن پټنځای و، پر دې سیمه د امریکايي ځواکونو له خوا سخت هوايي بریدونه شوي دي.