افغانستان

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د هندوانو او سیکانو لرغونی بازار

د لعلپورې عمومي بازار نه یوازې د لعل‌پور ولسوالۍ بلکې د ننګرهار د ډېری اوسېدونکو لپاره هم یو اشنا نوم دی – دغه تاریخي بازار چې د دغه ولایت د هندوانو او سیکانو له خوا جوړ شوی و په اصل کې د ننګرهار د ټولو اوسېدونکو د یووالي د بېلګې په توګه ګڼل کېږي.

د لعل‌پورې اوسېدونکی حاجي سپین محمد وايي: «دا یو لوی تاریخ لري، له کمې ډکې، خټ کلي، سربند نه خلک راتلل او دلته به یې توکي پېرل آن تر سمڅو پورې به خلک دلته تلل راتلل.»

د دې سیمې بل اوسېدونکی عبدالله وايي: «یو غټ بازار دی مطلب په دې بازار کې د هر ځای ډېر خلک بوخت او کاروبارونه یې روان وو.»

دغه بازار کابو دوه سوه کاله مخکې جوړ شوی او هغه مهال د ننګرهاریانو د لعلپورې ولسوالۍ د شاوخوا اوسېدونکو د نښلېدو لپاره یو له ترټولو مهم بازار و.

د دغه لرګینې دروازې، ستنې او بامونه لا هم په خپل پخواني ډول پاتې دي، خو درمسال چې هغه مهال هندوانو او سیکانو پکې عبادت کاوه، په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د لعلپورې اوسېدونکی بېلتون افغان بیا وايي: «دا باید موږ ته په زوړ شکل جوړ شي، ځکه دا اوسنۍ هټۍ نوې نقشه ده او دا باید په زړه نقشه جوړ شي چې زاړه یادونه او تاریخونه پاتې شي، چې څوک دا وینې پخواني یادونه ور یاد شي.»

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې ټولې هغه تاريخي سيمې او ودانۍ به ورغوي چې د ړنګېدو له ګواښ سره مخې دي.

اخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قاري نورمحمد حنیف وايي: «کوم بازار چې په لعلپوره کې دی، هلته پخوانۍ هټۍ دي نو دا لرغوني آثار دي ان شاء الله موږ پلان لرو چې دا د یونسکو او زموږ له وزارت سره ثبت کړو او وې رغوو.»

ځايي اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې دغه بازار دې بېرته پر پخوانۍ بڼه ورغول شي څو د سيلانيانو پام ور زيات شي.

افغان هندوان او سيکهان د جلال اباد ښار ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې هم ځمکې درلودې خو د تېرو جګړو پر مهال يې ځمکې غصب او د طالبانو له واکمنېدو وروسته ننګرهار کې مېشتې څو کورنۍ هم له هېواده ووتلې.