افغانستان

د ننګرهار کانال له ځمکو ۶۱۲ ټنه غنم ترلاسه شوي

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار د وادي کرنیز شرکت مسؤلینو اعلان کړی چې سږکال د دغه کانال د څلورګونو فارمونو پر ۱۹۴۰ جریبه ځمکه باندې د کرل شویو غنمو د لو پروسه پای ته رسېدلې او په ټولیزه توګه ترې ۶۱۲ ټنه غنم ترلاسه شوي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، دا حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰۶ ټنه زیاتوالی ښيي او ټاکل شوې چې ۷۰ ټنه غنم د راتلونکي کال د اصلاح شوي تخم لپاره جلا او پاتې نور په بازار کې په مناسب قیمت وپلورل شي.

د ننګرهار کانال پروژه د هېواد د ختیځ تر ټولو لویه او حیاتي کرنیزه پروژه ګڼل کېږي.

دغه کانال چې شاوخوا ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د درونټې له بند څخه سرچینه اخلي او د جلال‌اباد ښار، بټي‌کوټ، غني‌خېلو او مومندرې ولسوالیو زرګونه هکتاره شاړې ځمکې یې پر حاصلخیزو باغونو او فارمونو بدلې کړې دي.

دا پروژه چې په تېرو څو لسیزو جګړو کې یې تاسیسات او مالدارۍ فارمونه سخت زیانمن شوي وو، په وروستیو کلونو کې یې د مالټو، زیتون او غنمو د فارمونو د بیا رغونې چارې ګړندۍ شوې دي.

د کرنې کارپوهان وایي چې د دغه کانال د حاصلاتو زیاتوالی په‌داسې وخت کې چې هېواد له سخت اقتصادي بحران او د خوراکي توکو له ګرانښت سره مخ دی، د کورني تولید د پیاوړتیا او پر ځان بسیاینې په لور یو خورا مهم ګام دی.