په هېواد کې د طالبانو له لوري د ځيرکو موبایلونو د کارولو بندیز، په څه باندې شلو ولایتونو کې عملي شوی دی.
د طالب والیانو دفترونه وایي، چې دا پرېکړه د اداري شورا په غونډو کې شوې او د ټولو دولتي ادارو کارکوونکي پکې شامل دي، خو څلور بېلابېلې سرچینې تاییدوي، چې دا محدودیت یوازې پر عادي کارکوونکو او ټیټرتبه نظامیانو عملي شوی او د طالبانو لوړپوړي چارواکي ترې مستثنا دي.
