افغانستان

د کابل – جلال آباد پرلاره یو ځل بیا ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي

د کابل – جلال آباد پر لویه لار هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي او په وروستیو اونیو کې پر دې لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

د مسوولینو په وینا یوازې په درېیو اونیو کې لس ترافیکي پېښې شوې چې د سیمې اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

ددې لارې یو مسافر راحت الله راحت وايي: «زه له کابله کور ته راتلم درې ترافیکي پيښې شوې وې دا یوه لویه بدبختي ده او باید مخه یې ونیول شي.»

یو موټر چلوونکی غني خان بیا وایي: «طالبانو نه مې هم هیله دا ده هغه کسان ونیسې چې قانوني اسناد نه لري او موټر تیز چلوي ځکه له جګړې نه ډېر په دې لار تلفات زیات دي.»

مسوولین هم مني چې په وروستیو اونیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې خلکو ته یې ګڼ زیانونه اړولي دي.

لغمان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر وایي، یوازې په تېرو ۳ اونیو کې پر دې لاره لس ترافیکي پېښې شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۹ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

اخوا، په لغمان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز وايي: «په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې او دا هم د اندېښنې وړ مسله وه نو موږ سره یوه وسیله وه چې سرعت معلوموي هغه مو فعاله کړه ترڅو د موټر سرعت کنټرول کړو.»
له کلونو راهیسې پر دغه لاره مرګونې ترافیکې پېښې کېږي او خلک یې ددې لارې د دوهم سړک د جوړېدو غوښتونکي خو دغه غوښتنه لا نه ده عملي شوې.

د ختځیو ولایتونو اوسېدونکي وایي که د کابل – جلال آباد لارې دوهم سړک ورغول شي ښایي د ترافیکي پېښو کچه ډېره راکمه شي.