د امریکا او ایران ولسمشرانو په رسمي ډول د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر لنډمهالې هوکړې لاسلیکونه وکړل او د تړون متن یې رسنیز کړ؛ خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که ایران پر خپلو ژمنو ونه درېږي، نو پر دغه هېواد به سختې بمبارۍ بېرته پیل کړي او ایراني چارواکي به ووژني.
ټرمپ پهداسې حال کې د فرانسې په جي-۷ غونډه کې دا پرېکړه لاسلیک کړه چې د جګړې له پیل څخه د خپل مخکني دریځ په شا تمبېدلی او ویلي یې دي، دا به «بېانصافي» وي چې ایران د بالیستیک توغندیو پروګرام ونهلري، پهداسې حال کې چې پخوا یې د دغه پروګرام د بشپړ له منځه وړلو هوډ کړی و.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او ډونالډ ټرمپ دا ۱۴ مادهییز هوکړه لیک په ډیجیټلي بڼه په انګلیسي او فارسي ژبو لاسلیک کړی او د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا پرېکړه د چهارشنبې له ورځې راهیسې په رسمي ډول د پلي کېدو وړ ده.
دا د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې د امریکا او ایران د ولسمشرانو ترمنځ لومړنی مستقیم لاسلیک شوی تړون دی.
د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف وویل، هر هغه څه چې دوی یې د پوځي لارې غوښتونکي وو، اوس یې د خبرو اترو له لارې څو چنده زیات ترلاسه کړي دي.
د واشنګټن او تهران په دې تاریخي معامله کې د ټولو جبهو په ځانګړي ډول د لبنان د جګړې سمدستي ودرول، د هرمز تنګي وړیا پرانیستل، د ایران د بندرونو د کلابندۍ لیرې کول او د تهران د کنګل شویو شتمنیو خلاصول شامل دي؛ خو له دې سره سره د ایران مذهبي نظام پر ځای پاتې دی او اټومي شتمني یې هم بهر نهده لېږدول شوې.
په ورته وخت کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له دغې هوکړې ځان لیرې ساتلی او د اسراییل ځواکونو په سویلې لبنان کې تازه بمباریو ته دوام ورکړی دی.
ټرمپ یو ځل بیا پر نتانیاهو د نرمې نیوکې په ترڅ کې وویل: «بي بي (نتانیاهو) لږ ګرم خویه دی، ما ورته وویل چې په لبنان کې دومره سختي مه کوه، اړتیا نشته چې د حزبالله د هر غړي په لیدو یو پوره هسکپوړی ښارګوټی ونړوي.»
