کډوالي

نږدې ۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته ستانه شول

د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په روانه اونۍ کې ۴۸۵ تنه افغان کډوال د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه راخوشې شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ازاد شویو کسانو کې مجردان او کورنۍ هم شاملې دي، چې د قانوني اقامتي اسنادو د نه‌لرلو له امله د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي وو او یو څه موده یې په بند کې تېره کړې وه.

د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه ۴۷۵ تنه د ننګرهار د تورخم او ۲۸ تنه نور د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

د مهاجرینو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په پروسه کې مالي او بشري مرستو ته دوام ورکړي او د راستنېدونکو لپاره لازم شرایط برابر کړي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له پای راهیسې د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه د ایستلو لړۍ خورا تنده کړې ده، چې د رپوټونو له مخې تر اوسه له دوه میلیونو څخه زیات افغانان له دغه هېواده په اجباري توګه ایستل شوي دي.

بل لور ته، نړیوالو بشري سازمانونو په ځلونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د کډوالو دا ډول پراخ او اجباري بهیر به بشري ناورین لا پسې زیات کړي؛ ځکه ډېری راستانه شوي کسان په هېواد کې له سختو اقتصادي ستونزو او د لومړنیو خدماتو له نشتوالي سره مخ دي.