افغانستان

په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله شپږ تنه مړه شول

د طبیعي پېښو په وړاندې د طالبانو د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې په وروستیو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله شپږ تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې وياند شفيع الله رحيمي د غبرګولي په ٢٣مه، د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې دغه کسانو په غور، بدخشان، پکتيا، کونړ، تخار، باميانو، نورستان او پروان ولايتونو کې د سېلابونو، ځمکې ښويېدو، بارانونو او سختو توفانونو له امله ژوند له لاسه ورکړی.

ښاغلي رحیمي زیاته کړې چې په دغو پېښو کې ۳۰ کورونه په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۸۵ بندونه او اوه پلونه ویجاړ شوي دي.

له دې جملې بدخشان له هغو ولایتونو دی چې تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکی اشرف هم وايي، یوه اوونۍ کېږي چې دلته سخت بارانونه او سېلابونه راغلي، چې زموږ ونې او ځمکې یې په بشپړه توګه ویجاړې کړې. له دولته غواړو چې موږ ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې آمر محمد کامګار وايي، د راپورونو پر بنسټ په زیباک، اشکاشم، شغنان، نسي، شیکي او کوف اب ولسوالیو کې سختو اورښتونو خلکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي. او د پلونو، پلچکونو او  بریښنا کوچني بندونو په ګډون يې عامه تاسيسات ویجاړ کړي او د سرحدي ولسوالیو لارې یې بندې کړې دي.

هغه زیاتوي، چې سېلاب د نسي ولسوالۍ په منځني کلي کې د منځني عمر دوو مېرمنو په ګډون درې تنه ټپیان کړي، چې د یوه تن روغتیايي وضعیت نازک دی او په پنځو ولسوالیو کې د استوګنې نږدې شل کورونه په بشپړ او جزوي توګه ویجاړ شوي دي. او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د خلکو نږدې ۴۰۰ څاروي يې له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه، یو پُل چې د شغنان او اشکاشم ولسوالیو ترمنځ موقعیت لري او له فیض اباد ښار سره د سرحدي ولسوالیو مواصلاتي لار هم ده ويجاړ شوی.