افغانستان

د کونړ کروندګر: د پيازو حاصلات زیات خو مناسب بازار نه لري

په کونړ ولایت کې ګروندګر وايي چې سږکال په دې ولایت کې د پيازو حاصلات ښه دي خو د بازار او سړو خونو د نشتوالي له امله یې په ټیټه بیه پلوري.

کروندګر وايي هر کال د پيازو د حاصلاتو پرمهال سوداګر په ټیټه بیه پياز پېري او پاکستان ته یې لېږدوي او هلته یې په سړو خونو کې ځای پرځای کوي خو د مني او ژمي په موسم کې یې بېرته افغانستان ته واردوي او په څو برابره لوړه بیه یې پر خلکو پلوري.

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ کروندګر قریش چې پر خپله نهه جریبه ځمکه يې پياز کرلي وايي سږ کال یې د پیازو پر کروندې څه د پاسه ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت کړی په دې تمه چې ښه ګټه به وکړي.

خو د نوموړي په وینا د سړو خونو او مناسب بازار د نشتوالي له امله یې ۱۵۰ زره افغانۍ زیان لیدلی دی.

هغه زیاتوي: «زما ټوله ۱۰ جریبه ځمکه ده پر نهه جریبه مې پیاز کرلي او په یو جریب ځمکه مې غنم، ما څلور لکه افغانۍ پرې مصرف کړې په دې تمه چې کله پیاز حاصل ته ورسېږي ښه ګټه به وکړم خو اوس چې پیاز حاصل ته ورسېدل د ګټې پر ځای مې ۱۵۰ زره افغانۍ تاوان وکړ.»

د دې ولایت بل کروندګر اجمل هم پر خپله ۱۲ جریبه ځمکه پياز کرلي خو څومره لګښت یې چې پرې کړی د بازار د نشتوالي له امله هغه نه شي پوره کولای.

نوموړی همداراز د دې ولایت پر کرنې ریاست نیوکه کوي چې دوی ته د پيازو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره نه ورکوي.

هغه وايي: «موږ ته د کرنې ریاست له خوا هېڅ اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره نه ده راکړل شوې بله ستونزه دا ده چې د حاصلاتو لپاره مناسب بازار نشته بله د سړو خونو خبره ده که دا خونې زیاتې شي موږ به پیاز ساتو او ژر به نه خرابېږي.»

له بلې خوا، په کونړ کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین هم وایي چې د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د پیازو حاصلات زیات دي له همدې امله یې بیه ټیټه شوې.

په کونړ کې د طالبانو د کرنې رییس پیر محمدآغا وايي: «موږ تل د کونړ له کروندګرو سره همکارې کړې او اوس چې د پیازو بیې ټیټې شوې لامل يې دا دی چې پیاز زیات دي، خو هڅه کوو چې د پیازو لپاره مناسب بازار پيدا کړو.»

د کروندګرو په وینا سږ کال یې د تېر کال په پرتله د پیازو حاصلات دوه برابره دي. دوی وایي، که سړې خونې او د پلور مناسب بازار ورته برابر شي د کال په ټولو موسمونو کې به خلکو ته په مناسبه بیه دغه حاصلات وړاندې کوي.