افغانستان

د لوګر اوسېدونکی چې کندهار کې د واټ ترڅنګ کار کوي

د لوګر يو اوسېدونکی چې د کار په لټه کې ګڼو ولایتونو ته تللی اوس په کندهار کې د خلکو بوټان ګنډي.

د لوګر ولایت د پل عالم د بيدک کلي اوسېدونکی پنځوس کلن سيد امين وایي، د بې وزلۍ له امله یې یوازې تر دوهم ټولګي زده کړه کړې او ښوونځی ترې پاتې شوی دی.

نوموړی زیاتوي، له اته کلنۍ راهيسي يې مزدوري پیل کړې او د پاکستان او ايران په ګډون يې د هېواد تر لسو زياتو ولایتونو ته سفرونه کړي.

سيد امين دا مهال د کندهار په احمدشاهي واټ کې د بوټونو او څپليو په کنډلو او رنګولو بوخت دي.

هغه وايي، لاهم د ګرانۍ له امله په سختۍ د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.

سيد امين وایي، د کورنیو د اقتصاد په پياوړتیا له کوره بهر د مېرمنو د کار پلوی دی او باید اجازه ورکړل شي.

د لوګر ولایت دغه اوسېدونکی د اقتصادي ستونزو او لارې د لګښت له امله نه دی توانېدلی، چې په تېرو څو مياشتو کې خپله کورنۍ وویني.

په کندهار کې د سید امین په څېر سلګونه کسان هره ورځ پر واټونو او څلور لارو کې سخت کارونه کوي او ځینې بیا د کار په تمه ولاړ وي.

اخوا، په کندهار کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو ريیس عبدالخالق وایي د وزګارۍ د لمنځه وړلو لپاره یې تېر کال پنځه زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

په افغانستان کې د مخکیني حکومت په سقوط او طالبانو په واکمنېدو سره د وزګارۍ او بې وزلۍ کچه زیاته شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.