سیاست

د امریکا مرستیال ولسمشر له ایران سره د سولې د خبرو لپاره خپل سفر لغوه کړ

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس سویس ته د خپل کاروان سفر لغوه کړی، چیرته چې ټاکل شوې وه نن د جمعې په ورځ له ایراني مذاکره کونکو سره د جګړې د پای ته رسولو د ۱۴ ماده‌ییز تړون پر پلي کېدو پېچلې خبرې پیل کړي.

سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د دې ډیپلوماټیکو خبرو اترو لوژستیکي چارې خورا پېچلې او د وړاندوینې وړ نه دي.

بل لور ته د ایران نیمه دولتي اژانس «تسنیم» ویلي، ایراني پلاوی تر هغې سویس ته نه ځي ترڅو چې واشنګټن په عملي توګه د بندیزونو د لیرې کولو نښې نه وي ښودلې.

دا ډیپلوماټیک جنجال په‌داسې حال کې راپورته کېږي چې د امریکا په کانګرس کې د ټرمپ په خپل جمهوري غوښتونکي ګوند کې سختې نیوکې پیل شوې دي.

نیوکه کونکي وایي ټرمپ، ایران ته د تېلو د صادراتو د ازادۍ او د لسګونو ملیاردو ډالرو د خلاصولو په ورکړې سره تهران ته تسلیم شوی او د جګړې هیڅ هدف یې ندی ترلاسه کړی.

همدا راز د ایران نوي روحاني مشر ایت الله مجتبی خامنه يي په یو لیکلي پیغام کې ویلي، ټرمپ د «مجبورۍ او ناهیلۍ» له امله دا تړون لاسلیک کړی او خبرداری یې ورکړی که امریکایي لوری په راتلونکو اټومي خبرو کې زیاتی وغواړي، دوی به یې ونه مني.

د دې ناندرۍ ترڅنګ، اسراییل چې له دې پرېکړې لیرې ساتل شوی، په سویلې لېبنان کې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی او د یوې نوې نقشې په خپرولو سره یې ویلي چې له لېبنان څخه د وتلو هیڅ نیت نلري، چې دغه کار د واشنګټن او تل‌ابیب ترمنځ په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوی درز رامنځته کړی دی.