د ۱۴۰۲ د چنګاښ اوومه د ۱۰ بجو خبرونه
په افغانستان کې د ننه او بهر مشهورو سیاسي څېرو په اختریزو پیغامونو کې د طالبانو د سیاستونو او ننګونو پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
په افغانستان کې د ننه او بهر مشهورو سیاسي څېرو په اختریزو پیغامونو کې د طالبانو د سیاستونو او ننګونو پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
د روسیې او اوکراین ترمنځ له جګړې د ۱۷ میاشتو په تېرېدو سره، اوکرایني ځواکونه وايي چې مسکو د یو ډول کم لګښت لرونکو بېپیلوټه الوتکو کارول زیاتوي چې د ډېرو تجهیزاتو د تخریب وړتیا لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبري ناسته کې له طالبانو غوښتي چې د افغانانو د ګټو لپاره ګام پورته کړي.
د ماشومانو د حقونو نړیوال بنسټ راپور وکړی چې افغانستان د ماشومانو د حقونو په برخه کې تر ټولو بد هېواد دی.
د جرمني د ښځو فوټبال لوبډلې تیاری، له ریال مادرید سره د لوکامودریچ قرارداد غځول او د استرالیا او فرانسې ترمنځ د ټېنس لوبه.
صرافیو ته د طالبانو له خوا نوی حکم، د طالبانو له خوا د ګاز او تېلو د ټرانزیټ طرحه او د ډبرو سکرو ګمرکي محصول کمېدل.
رویټرز رپوټ ورکړی چې طالبانو په کندهار ولایت کې مرستندویه بنسټونو ته په یوه رسمي لیک کې حکم کړی چې ښځې د کډوالو په پروژو کې کار ونه کړي.
دغه ځوان چې رحمن الله نومېږي وايي، د ځوانانو په وړاندې په اوسنیو شرایطو کې یې د دوی د مړاوو هیلو د راژوندي کولو په موخه ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی
هر کال به د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د بامیان بازار له ګڼې ګوڼې ډک و، خلکو به د اختر لپاره تیاری نیوه او هټۍوالو به خپلو مشتریانو ته د رسېدو فرصت نه درلود.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټولې هغه بيانيې او اعلاميې چې د ملګرو ملتونو له خوا د حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه خپرې شوي، دروغ او له حقیقته لرې دي.