ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د چنګاښ دوهمه د ۱۰ بجو خبرونه

جوبايډن او نريندرا مودي په يوه ګډه اعلاميه کې نه يوازې د يوه ټول ګډونه او ټول شموله حکومت پر جوړولو ټينګار وکړ، بلکې له طالبانو يې هم غوښتي چې د افغانانو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امو ټلویزیون ته وايي، ټولې هغه بيانيې او اعلاميې چې د ملګرو ملتونو له خوا په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه خپرې شوي، دروغ او له حقیقته لرې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست خبرداری ورکوي چې د هېواد په شمالي سیمو کې د پاکستاني طالبانو ځای پر ځای کېدل به ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته د امنیتي ګواښونو د پېښېدو لامل شي.