افغانستان

افغانستان د ماشومانو د حقونو په برخه کې د نړۍ ترټولو بد هېواد

د ماشومانو د حقونو نړیوال بنسټ راپور وکړی چې افغانستان د ماشومانو د حقونو په برخه کې تر ټولو بد هېواد دی.

په دې راپور کې راغلي چې افغانستان، د ماشومانو لپاره په ۱۹۳ بدو هېوادونو کې دی.

لس کلن شفیق د ۹ کسيزې کورنۍ یوازینی ګټيالی دی. هغه په هرات ښار کې له سهاره تر ماښامه بوټان رنګوي او د ورځې ۵۰ افغانۍ چې يوازی د پنځو ډوډيو روپۍ دي، ترلاسه کوي.

هغه وايي: «له سهاره تر ماښامه بوټان رنګوم او د ورځې ۵۰ افغانۍ چې یوازې د پنځو ډوډیو کېږي عاید لرم.»

د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله نور ماشومان هم د هرات ښار پر سړکونو سختو کارونو کولو ته اړ شوي دي.

افغانستان ته د طالبانو له بيا راتګ نږدې دوه کاله تېرېږي. په دې موده کې د طالبانو دوه مخي سیاست فقر اوج ته رسولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې زيات شمېر ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو منعې شوې او دا کار د دې لامل شو هغه ښځې حې د کورنۍ سرپرستې وې سرپرستي د خپلو ماشومانو پر اوږو واچوي.

د ماشومانو د حقونو نړیوالې څانګې همدارنګه وايي، چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د ماشومانو د ملاتړ پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

په راپور کې راغلي چې افغانستان، چاد او جنوبي سوډان د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد هېوادونه دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي وو چې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو يې اړ دی چې کار وکړي .