د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د بېړني غبرګون د برخې مشرې ایډم وسورنو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې په افغانستان کې د لوږې د بېساري او مخ پر زیاتېدونکي ناورین په اړه جدي خبرداری ورکړ.
هغې وویل چې د جګړو، سختې لوږې، اقلیمي بدلونونو او د نړیوالې بودیجې د سخت کمښت له امله په هېواد کې بشري وضعیت په پرله پسې ډول د خرابېدو په حال کې دی او په اوسني وخت کې نږدې نیم هېواد عاجلو خوراکي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
وسورنو په خپل راپور کې په ډاګه کړه چې اوسمهال په ټول افغانستان کې لوږه په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او شاوخوا ۴.۷ میلیونه وګړي له سختې داسې بېثباتۍ سره مخ دي چې ان د خوړو لومړنۍ توکي هم نشي پيدا کولی.
دا کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د وضعیت د ترخېدو روښانه بېلګه ده.
د اوچا د چارواکو په وینا، د دغه پراخ مالي او خوراکي کړکېچ ترټولو لوی قربانیان افغان ماشومان دي؛ دمګړۍ ۳.۷ میلیونه ماشومان په هېواد کې له سختې خوارځواکۍ څخه کړېږي.
دغې ادارې امنیت شورا ته د داسې راپورونو یادونه هم وکړه چې پکې ځینې بېوزله کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو او د خپلې سختې لوږې د ماتولو لپاره ناهیلې کوونکو پرېکړو ته اړې شوې دي، چې پهکې د خپلو لورګانو پلورل او کم عمره ودونو ته مجبورول شامل دي ترڅو د کورنۍ د غړو د ډوډۍ پیدا کولو اقتصادي بار کم کړي.
اوچا زیاته کړه چې د روان کال په لومړیو کې د طالبانو او پاکستان نښتو له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کسان بېځایه کړي چې له امله یې ډېری زیانمنې ټولنې د اوونیو لپاره له خوراکي مرستو بې برخې پاتې شوې دي.
په ورته وخت کې، پر ښځینه کارکونکو د کار محدودیتونو د ملګرو ملتونو بشري عملیات نور هم ټکني کړي دي.
