سوداګري

د اختر په درشل کې د پېرودونکو له کمښته د هټۍ‌والو شکایت

هر کال به د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د بامیان بازار له ګڼې ګوڼې ډک و، خلکو به د اختر لپاره تیاری نیوه او هټۍ‌والو به خپلو مشتریانو ته د رسېدو فرصت نه درلود.

د اختر په ورځو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو بامیان ولایت ته ورتلل چې څو ورځې په خوښۍ سره تېرې کړي او د دې ولایت له ښکلاوو خوند واخلي.

خو اوس چې اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي په بامیان کې د اختر پخوانی شور او ولولې نشته او د سیلانیانو په نشتوالي کې د بامیان بازار هغه ګڼه ګوڼه نه لري.

د بامیان د بازار هټۍ وال سیدجعفر په تېرو دوو کلونو کې د خپل کاروبار له کمېدو شکایت لري.

هغه په تېرو دوو کلونو کې د خلکو کمزوري اقتصاد ته په اشارې سره وايي چې دا شرایط هره ورځ خرابېږي.

عباس د بامیان ولایت د اوسېدونکو په اړه وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د اختر لپاره هېڅ تیاری نه دی نیولی.

بامیان د ښکلو سیمو او منظرو په لرلو سره تل د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پام وړ دی، خو ددې ولایت اوسېدونکي وايي په تېرو دوو کلونو کې دغه ولایت ته د سیلانیانو په ورتګ کې د پام وړ کمښت رامنځته شوی دی.