ورزش

درې لنډ سپورتي خبرونه

د جرمني د ښځو فوټبال لوبډلې تیاری، له ریال مادرید سره د لوکامودریچ قرارداد غځول او د استرالیا او فرانسې ترمنځ د ټېنس لوبه.

د جرمني د ښځو فوټبال لوبډلې تیاری

د جرمني د ښځو فوټبال لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام ګټلو لپاره خپل چمتوالی پیل کړی دی.

جرمني په اِچ ډله کې له کولمبیا، سویلي کوریا او مراکش سره یو ځای دی.

لومړۍ لوبه به د نیوزیلنډ او ناورې لوبډلو ترمنځ د جولای پر ۲۰ اوکلند لوبغالي کې ترسره شي.

له ریال مادرید سره د لوکامودریچ قرارداد غځول

د ریال مادرید کروواسیايي هافبک لوبغاړي لوکا مودریچ خپل قرارداد یو کال نور هم له دغه اسپانیايي کلپ سره تمدید کړی دی.

دا پرله‌پسې درېیم کال دی، د ۳۸ کلن مودریچ چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د سروزرو توپ ګټلی، قرارداد یې د یوه کال لپاره غځول کېږي.

ریال مادرید د مودریچ په حضور د اروپا اتلولۍ لیګ کې پنځه بریاوې، د لالیګا درې اتلولۍ، د کوپا دل رې دوې، د اسپانیا د سوپرکپ څلور، د اروپا د سوپرکپ څلور او د نړۍ د کلپونو پنځه اتلولۍ ترلاسه کړې دي.

د استرالیا او فرانسې ترمنځ د ټېنس لوبه

استرالیايي ټېنس لوبغاړي جردن تامپسن د دوشنبې پر ورځ د اسپانیا په مایورکا لوبو کې فرانسوي ګسکه ته ماته ورکړه.

دغه لوبه دوشنبه ورځ په مایورکا ټاپو کې ترسره شوه، چې په پایله کې یې د نړۍ شپږم نمبر ټنس لوبغاړي ریچارډ ګسکه په ۶ پر ۳ او ۶ پر ۴ پایلې سره ماته وخوړه.