افغانستان

ننګرهار کې د یوه ځوان له‌خوا د ګرځنده کتابتون فعالیت

دغه ځوان چې رحمن الله نومېږي وايي، د ځوانانو په وړاندې په اوسنیو شرایطو کې یې د دوی د مړاوو هیلو د راژوندي کولو په موخه ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی ترڅو کلیو او بانډو ته ولاړ شي او نجونې او هلکان کتاب لوستلو ته وهڅوي.

ښاغلی اتل زیاتوي: «په کتابتون کې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه شته چې په کې د ارواپوهنې، اسلامیاتو، تاریخ او نورو برخو کتابونه دي هرڅوک راځي د خپلې خوښې کتاب اخلي او لولي یي، دا فکر هغه ورته پیدا شو کله چې پر زده کړو بندیزونه زیات شول او ځوانان ناهیلي شول.»

هغه وايي دا کتابتون یې په شخصي لګښت جوړ کړی او کابو ۴۰۰ کتابونه لري.

اخوا، د ننګرهار ولایت نجونې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته تلل او د زده کړو دوام یې اوس یوه هیله شوې، دا ډول کار هڅې یو غوره ګام بولي.

د هیلې په نوم یوه زده کوونکې وايي: «دا یو ښه اقدام دی، دا غوښتنه لرم، چې زموږ پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې شي او بیا هغه پوهنتونونه چې زمونږ خویندې په کور ناستې دي هغوی ته دې هم د زده کړو اجازه ورکړل شي.»

د پلوشې په نوم محصله بیا وایي: «دا یو ښه اقدام دی چې د خویندو لپاره یې دغه پروګرام برابر کړی، اوس وخت کې خویندې په کور ناستې دي او هره یوه د تعلیم هیلې لري او اړتیا ورته لري اوس وخت کې ډېر ګټور دی.»

دا کتابتون اوس یوازې په ننګرهار ښار او ولسوالیو کې فعالیت کوي، خو رحمان الله وایي هڅه کوي دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.