سوداګري

په شپږ ساعته اورلګېدنه کې د هرات د قصر مارکېټ هټۍوالو زیانمېدل

هرات کې د جامو او د سینګار توکو په یوه بازار کې د اورلګېدنې له امله، هټیوالو میلیونونه افغانۍ زیان ولید.

ځینې هټیوال وايي چې اورلګېدنې تر شپږو ساعتونو زیات دوام درلود او ټوله شتمني یې سوځېدلې ده.

د پلورونکو د شمېرو له مخې په دې اورلګېدنه کې تر ۵۰۰ د زیاتو هټیو توکي له منځه تللي دي.

هرات کې د طالبانو د والي ویاند وايي، چې اورلګېدنه د برېښنا د شارتۍ له امله شوې او د دغه مارکېټ خاوند او هټیوالو ته یې لوی مالي زیان اړولی دی.

په دې اورلګېدنه کې د طالبانو د اوروژنې ریاست ۱۰ کارکوونکي د لوګي د تنفس له امله مسموم شول.