کاکړ: د پاکستان لومړیتوب د ننه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه ده
د پاکستان موقت لومړی وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وايي چې د پاکستان لومړیتوب په افغانستان کې دننه د ترهګرۍ مخنیوی او پر وړاندې یې مبارزه ده.
د پاکستان موقت لومړی وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وايي چې د پاکستان لومړیتوب په افغانستان کې دننه د ترهګرۍ مخنیوی او پر وړاندې یې مبارزه ده.
یوه نجلۍ ممبۍ ښار له یوې بې وزلې سیمې د انټرنېټ په مشهورې ستورې او ماډلې بدله شوې. د دې نجلۍ کورنۍ وايي، د خپلې لور د بریا له امله توانېدلي چې د اوسېدو لپاره یو ښه ځای
د ملګرو ملتونو ۷۸مې عمومي اسامبلۍ د څه باندې ۲۰ هېوادونو د مشرانو په ویناوو سره د دویمې ورځې لپاره هم دوام وکړ. دغه ورځ د ختیځې افریقا د یوه هیواد سیشیل د ولسمشر واول رمکالاوان په وینا
د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه نن د "باور بیا رغونې او د نړیوال پیوستون بیا ژوندي کولو" په موخه د متحده ایالاتو په نیویورک ښار کې ترسره شوه.
د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د ناروغانو د معافیت نړیواله ورځ لمانځي. یاد سازمان د دغې ورځې په مناسبت ویلي چې د ناروغانو خوندیتوب د دغه سازمان له لومړیتوبونو څخه دی.
د تورخم لارې د خلاصېدو په دویمه ورځ خلک په ډلو ډلو د تګ راتګ لپاره دغې دروازې ته ورغلي دي.
د سره صلیب نړیوال فډراسیون په خپل ۳۴۲ مخیز راپور کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې د بشري ناورین له اړخه تر ټولو بد هېواد دی او طبیعي پېښو او اقتصادي بندیزونو یې ستونزې زیاتې کړې دي.
د لیبیا په ختیځ کې چارواکو ویلي چې ددې هېواد په ختیځ درنا ښار کې یې څه د پاسه زر مړي له خاورې او خټو ایستلي دي. ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.
د انټرنټ لوړو بیو او ټیټ کیفیت د تخار د محصلینو لپاره د پوهنتون زده کړې له ستونزو سره مخ کړي دي.
تېرو دوو کلونو کې یو شمېر ماشومان د بېوزلۍ او لوږې له امله له زدهکړو لیرې پاتې شوي او ډېری دغه ماشومان ښوونځي ته د تلو پر ځای کار کوي. عثمان یو کارګر ماشوم چې د کابل پر