افغانستان روغتیا

د افغانستان په درملتونونو او روغتیایي مرکزونو کې له کم کیفیته درملو د ناروغانو شکایت

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د دې ورځې موخه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، لوړ کیفیت درمل او سم تشخیص دی، خو په افغانستان کې یو شمېر خلک روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د ټیټ کیفیت درملو له شتونه نیوکه کوي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتیايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي. د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د ناروغانو د معافیت نړیواله ورځ لمانځي.

یاد سازمان د دغې ورځې په مناسبت ویلي چې د ناروغانو خوندیتوب د دغه سازمان له لومړیتوبونو څخه دی.

یو شمېر ډاکټران وايي چې په افغانستان کې روغتیايي سیستم تل له ننګونو ډک دی.

د داخله ناروغیو متخصص جواد فردین وايي: «خلک د ناروغۍ پرمهال د اقتصادي ستونزو یا روغتیايي بیمې د نشتوالي له امله د روغتیايي مرکز پر ځای تر ډېره درملتونونو ته ورځي یا یوناني درمل پلورنځیو ته ورځي او درمل اخلي یا غیرمسلکي کسانو ته چې په درملتونونو کې دي ورځي او درمل اخلي چې ناوړه اغېزې پرې کوي.»

خو په افغانستان کې یو شمېر ناروغان او د هغوی خپلوان روغتیايي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله نیوکه کوي او ټینګار کوي چې د باکیفیته درملو نشتوالی یو له لویو ننګونو څخه دی.

د هرات اوسېدونکی محمد حسن وايي: «له بادغیس څخه راغلی یم، تر دې ځایه راتلل سخت دي، موټر چلوونکي هم له موږ ډېره کرایه اخلي او هلته په بادغیس کې ډاکتر نه لرو او روغتیايي کارکوونکي هم نشته.»

یو شمېر ناروغ لرونکي د ډاکټرانو له خوا د مشخصو کوډونو پر نسخو نیوکه کوي او په دې باور دي، چې د دغه نسخې درمل په ټولو درملتونونو کې د لاسرسي وړ نه دي او د ډاکټرانو د خوښې درملتونونه له ناروغانو زیاتې پیسې اخلي.

د فراه اوسیدونکی محمد امین وايي: «درمل ورکوي، پیسې اخلي یوازې خپل درمل خرڅوي، زه د درملو لپاره ښار ته راځم، ځکه دلته لږ مناسبه ده، دلته چې ډاکتر ته ورځو له دوه تر څلورو زرو درمل راکوي له سم تشخیص، آزموینې او عکس اخیستو پرته.»

د روغتیا نړیوال سازمان د ناروغانو د خوندیتوب په موخه د روغتیا سکتور پر ښه والي ټینګار کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې د سپټمبر ۱۷مه ناروغانو ته د زیانونو د کموالي له امله د (ناروغانو د خوندیتوب) د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.