افغانستان

نهه ورځې په سخته ګرمۍ کې د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د خلکو انتظار

د تورخم لارې د خلاصېدو په دویمه ورځ خلک په ډلو ډلو د تګ راتګ لپاره دغې دروازې ته ورغلي دي.

په تورخم کې یو پاکستانی چارواکی وايي، دا چې له ۹ ورځو راهیسې دغه لاره تړلې وه، اوس خلک په ډلو ډلو له دې لارې تګ راتګ کوي.

له بلې خوا، په دې راپور کې د هېواد له یوه وګړي سره خبرې شوې چې له تېرو ۹ ورځو راهیسې له خپلې کورنۍ سره پر سړک ویده شوی او اوس د پیسو د نشتوالي له امله د خپلې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو وس نه لري.

هغه خلک چې ۹ ورځې یې د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو لپاره تر سوځوونکي لمر لاندې شېبې شمېرلې.

له ناروغانو نیولې تر کورنیو او ماشومانو پورې، ټول د دې لارې پرانیستلو ته په تمه وو.

د دې لارې بیا پرانیستل د دې خلکو یوه هیله وه. خو په دې ۹ ورځو کې دې خلکو واقعاً دلته کوم درد او عذاب ولید؟

محمد اسماعیل افغان وايي: «موږ په دې لسو ورځو کې دلته وو، دلته د کورنیو لپاره ځای نه و، ټول هوټلونه تړل شوي وو، نن دا لاره بېرته پرانیستل شوه، هوټلونه هم پرانیستل شول، موږ له خپلو ماشومانو سره پر سړک ویده کېدو، اوس د خوړلو لپاره څه نه لرو، ما پیسې پور کړې وې، چې اوس ختمې شوې دي او هیڅ څه نه لرم، ماشومان مې له ما ډوډۍ غواړي، څنګه وکولی شم هغوی ته ډوډۍ واخلم؟ په داسې حال کې چې جیب مې خالي دی، څنګه وکولای شم د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ راوړم؟»

دلته په تورخم کې کورنۍ وايي چې د پاکستان حکومت پر دوی فشار راوړی چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.

نوموړی زیاتوي: «زه هغه مهال له افغانستانه راغلم چې هلته حالات خراب شول، زه له تېرو درېیو کلونو راهیسې په راولپنډۍ کې اوسېدم، خو اوس د پاکستان حکومت زموږ ژوند ستونزمن کړی او راته یې ویلي چې په دوو اونیو کې باید خپل کلي او هېواد ته ستون شم.»

د دې لارې له پرانستلو وروسته لیدل کیږي چې د تورخم دروازه د ګڼو مسافرو د تګ راتګ شاهده ده.

د تورخم په پوله کې پاکستانی چارواکی یاسر عرفات وايي: «لکه څنګه چې دا لاره له تېرو نهو ورځو راهیسې تړل شوې وه، لږ تر لږه تر راتلونکو دریو ورځو پورې به موږ د ګڼ شمېر خلکو د تګ راتګ شاهدانواوسو او هره ورځ له ۴۵۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې خلک له دې لارې تګ راتګ کوي.»

د تورخم دروازه تېره اوونۍ چهارشنبه وروسته له هغې وتړل شوه چې پاکستاني پوځیانو دغې لارې ته څېرمه د طالبانو له خوا د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر ضد غبرګون وښود، چې وروسته د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د څو ساعته نښتې لامل شوه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د سوداګریزو توکو د کاروانونو پر مخ د دې لارې د نهو ورځو تړل کېدو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.