د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي، طالبان له واشنګټن سره د اړیکې نیولو لپاره، دوی ته زارۍ کوي.
نوموړي د «جي۷» ډلې په غونډه کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، ښايي هغه پوځي تجهیزات او وسلې چې په افغانستان کې پاتې دي، بېرته ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل له امریکا سره د اړیکو د رغېدو غوښتنه کړې ده.
