افغانستان

ښوونځي ته تګ د افغان کارګرو ماشومانو هیله

تېرو دوو کلونو کې یو شمېر ماشومان د بېوزلۍ او لوږې له امله له زده‌کړو لیرې پاتې شوي او ډېری دغه ماشومان ښوونځي ته د تلو پر ځای کار کوي.

عثمان یو کارګر ماشوم چې د کابل پر واټونو کار کوي وايي: «موږ له سهاره تر ماښامه پر سړکونو کار کوو. که کار ونه‌کړو کورنۍ مو د خوړلو لپاره څه نه لري.»

یوسف یو بل کارګر ماشوم دی چې هیله لري یوه ورځ بیا ښوونځي ته ولاړ شي، هغه په دې اړه وویل: «زما ښوونځی ډېر خوښېږي،، خو کور کې څوک نشته چې کار وکړي.»

یو شمېر مدني فعالان جګړه، بېوزلي او کلتوري عوامل له زده‌کړو د ډېری ماشومانو د لېرې پاتې کېدو درې لاملونه ګڼي.

مدني فعاله فریبا فریادي وايي: «افغانستان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې هېواد دی او ماشومان اړ دي د خپل ژوند د دوام لپاره کار ووکړي ترڅو خپل او د کورنۍ ژوند پرمخ بوزي.»

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې په قطر کې فعالیت کوي، د بریدونو پر وړاندې د ساتنې او ښوونې او روزنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې زده کړه یو ټولیز حق دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي، چې ښوونځي باید د ماشومانو د پوهنې لپاره خوندي ځایونه وي.

دغه سفارت پر ایکس ټولنیزه شبکه کې په افغانستان کې د ټولو ماشومانو لپاره د باکیفیته زده کړو پر حق ټینګار کړی دی.

له دې سره هم مهاله ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د افغانستان په ګډون له اوو میلیونو ډېر کډوال ماشومان له ښوونې او روزنې بې برخې دي.

په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله له زده کړو د بې برخې ماشومانو شمېر پنځوس سلنه ډېر شوی دی.

د کډوالو د حقونو چارو فعاله اصفه ستانکزۍ باوري ده: «اقتصادي ستونزې او اداري بروکراسي له زده‌کړو د افغان ماشومانو د بې‌برخې او لیرې پاتې کېدو مهم لاملونه دي. تمه کېږي چې نړیوال سازمانونه له کډوالو ماشومانو په اقتصادي ملاتړ سره د زده‌کړو دوام ته د هغوی د هڅولو لامل شي.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې د زده کړو له حقه محرومې شوې او بیا طالبانو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو تګ منع کړ.