افغانستان

سور صلیب: افغانستان له تر ټولو سخت انساني ناورین سره مخ دی

د سره صلیب نړیوال فډراسیون په خپل ۳۴۲ مخیز راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د بشري ناورین له اړخه تر ټولو بد هېواد دی او طبیعي پېښو او اقتصادي بندیزونو یې ستونزې زیاتې کړې دي.

ددې راپور په یوه برخه کې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان او اوکراین د لویو ناوریونونو په نوم یاد کړي دي.

په راپور کې ویل شوي: «د سره صلیب نړیوال فډراسیون، د سیاست د پياوړتیا، د ریسک د مدیریت او د بندیزونو او له هغې د ملاتړ د دقیقې څېړنې په حال کې دی. دغه فډراسیون د بل هر وخت په پرتله له ننګونو ډکو سیمو کې فعالیت کوي چې ځینې یې د افغانستان په شان له بندیز سره مخ دي.»

له دې سره په یو وخت د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق راپور ورکړی چې د ناامنۍ، تاوتریخوالي او اقتصادي بندیزونو له امله په افغانستان کې بشري وضعیت ستونزمن شوی دی.

د کابل یو اوسېدونکی عبدالله وايي: «سهار راځو کله شل روپۍ او کله هم دېرش کار کوم ځینې وختونه په لسو افغانیو کور ته ځم.»

ددې راپور په یوه برخه کې راغلي چې د وچکالۍ په شان طبیعي پېښو د هېوادوالو ژوند سخت کړی دی.

امید له ۱۵ کلونو راهیسې په کرونیزو چارو بوخت دی.

هغه وایي له یوې خوا وچکالۍ او له بله پلوه د کیمیاوي سرې لوړې بیې د دوی حاصلات کم کړي دي.

د امید په نوم یو کروندګر وايي: «زه د لس کسیزې کورنۍ مسوولیت پرغاړه لرم او له بنسټونو غواړم چې راسره مرسته وکړي.»

د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په راپور کې راغلي چې په مرستندویه بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوي، د مرستې رسولو بهیر پېچلی کړی دی.

د ملګروملتونو د راپور پر بنسټ، په اوسمهال کابو ۲۹ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري او دغه سازمان د بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د خپلو مرستو کچه له دیارلس میلیون تنو څخه درې میلیونه تنو ته راکمه کړې ده.